یان اګلنډ: پر ښځینه کارکوونکو بندیز به ۱۴میلیونه افغانان اغېزمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له یو‌شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو ټينګار کړی دی. د ناروې د کډوالو شورا مشر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به۱۴ میلیونه افغانان اغېزمن کړي.

سوالګر: مرسته راسره نه ده شوې؛ د سرې‌میاشتې ټولنه: شپږ میلیونه افغانۍ مرستو مو کړې

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه ویلي، د سوالګرو راټولولو کمیټې له کابل ښار څخه شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۶ سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې څه باندې ۱۱ زره ښځې او څه باندې ۹۰۰۰ ماشومان دي. اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه اړمن د مرستو ترلاسه کولو لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي.

د غور-کابل لویه لاره نن مازدیګر د موټرو پر مخ تړل کېږي

د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابو‌شعیب سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی نن مازدیګر (سه‌‌شنبه، مرغومې ۲۰) د غور-کابل لویه لاره او د یاد ولایت هغه ټولې لارې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې له لوري د سختو واورو د ورېدو اټکل په‌کې شوی دی.

غزني کې یوه کس خپل تره وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د خپل وراره له‌خوا وژل شوی دی. پېښه پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه د اندړ ولسوالي اړوند «ناني» کلي کې رامنځته شوې ده.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کس د خپل وراره له‌خوا وژل شوی دی. د سرحدي په وینا، قاتل له سیمې څخه تښتېدلی دی.