Asset 1SWN

د هلمند شمالي او سوېلي ولسواليو کې ګن شمېر پراختيايي پروژې پيلېږي

1673347260175

د هلمند محلي مسوولان وایي چې د اسلامي امارت د مشر هبت الله اخندزاده په لارښوونه به ډېر ژر د دغه ولایت په شمالي او سوېلي ولسوالیو کې پراختيايي پروژې پيل کړي.

که څه هم د هلمند محلي مسوولان د دې پروژو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې کچه نه په ډاګه کوي، خو زیاتوي چې د يادو پراختيايي پروژو لړۍ به د هلمند شمالي او سوېلي ولسوالیو وروسته د دې ولایت نورو سیموته هم وغځېږي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال محمدقاسم ریاض په وينا، دې پروژو کې چیک ډېمونه ،د سړکونو جوړول، خلکو ته د څښاک د اوبو برابرولو او بېلابېل نورې رغنيزې چارې شاملې دي.

نوموړي وويل: «د شیخ ملا هبت الله اخندزاده د یوه ځانګړي هدایت پر بنسټ به ډېر ژر د هلمند په شمالي او سوېلي ولسوالیو کې د دولتي امکاناتو پر مټ چې هېڅ موسسه او مرستندویه بنسټ به یې ملاتړ نه کوي، بېلابېلې انکشافي پروژې پیل کړي او دالړۍ به په تدریجي ډول د هلمند له شمالي او سوېلي ولسوالیو څخه د هلمند نورو سیمو ته هم وغځیږي.»

بل خوا بیا د هلمند د شمالي او سوېلي ولسوالیو اوسېدونکي له دغه اقدام هرکلی کوي او وایي،  تېرو شلو کلونو کې د ژوندانه له ګڼو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي وو.

د نوزاد ولسوالي اوسېدونکي غوث الله توحید وویل: «په تېرو شل کلونو کې زموږ نوزاد ولسوالي ته هېڅ کار نه دی شوی، لکه د فرهاد بند چې درې ځله یې سروې شوې، خو بیا هم نه دی جوړ شوي. د دې ترڅنګ د ګرشک او نوزاد ولسوالي ترمنځ سړک او زموږ کاریزونه چې ټول وچ شوي او اوس بیا کار غواړي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله که څه هم هېواد کې په بېلابېلو برخو کې رغنيزې او د نورو پروژو لپاره هڅې پيل شوي، خو لاهم د وزګارتيا څپې پراخې او بې وزلي ډېره شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام