د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د خپل وراره لهخوا وژل شوی دی. پېښه پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه د اندړ ولسوالي اړوند «ناني» کلي کې رامنځته شوې ده.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې دغه کس د خپل وراره لهخوا وژل شوی دی. د سرحدي په وینا، قاتل له سیمې څخه تښتېدلی دی.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړه چې تراوسه د دغې وژنې انګېز او لامل نه دی معلوم او د اسلامي امارت ځواکونه د قاتل د نیولو په هڅه کې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم غزني او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.