د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې د نازو انا د نجونو د لېسې د ودانۍ چارې بشپړې او پرون د افغانستان لپاره د ناروې د عمومي کمېټې او سیمه‌ییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د غزني سیمه‌ییز مسوولین او د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې چارواکو ګډون کړی و.

د غزني د پوهنې رییس منیراحمد منصور د اندړو ولسوالي په بازار کې د نازو انا د نجونو د ښوونځي د جوړېدو په برخه کې د ناروې کمېټې له مالي مرستې مننه وکړه او ویې ویل، دا په اندړو ولسوالي کې د نجونو لومړنی یو پوړیز ښوونځی دی چې په بنسټیزه توګه جوړ شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په ​​وينا، اوسمهال په دغه لومړني ښوونځي کې ٥٠٠ ښځينه زده کوونکي په زده‌کړو بوختې دي. په همدې حال کې د اندړو ولسوالي اوسېدونکي په دې ولسوالي کې د نجونو د لومړني ښوونځي د جوړېدو هرکلى کوي او له اړوندو مسوولینو څخه غواړي چې د دې ولسوالي په نورو کليو کې هم ښوونځي جوړ کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې عمومي مسوول د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې ياده کمېټه له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې په اندړو ولسوالي کې د روغتيا او پوهنې په برخو کې فعالیت کوي او په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ ګړندۍ کړي.

د هغه په ​​وينا، د نازو انا د نجونو د لېسې پر جوړولو ١٦٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى او د دې پروژې لګښت د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا ورکړل شوى دى.

دغه‌راز، په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې د مسوول او د غزني د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ د رييس له خوا د ښوونځي زنګ هم ووهل شو او په دې ولسوالي کې د نوي ښوونيز کال د پيل پروسه رسماً پيل شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غزني په اندړو ولسوالي کې د نجونو لومړنی ښوونځی په داسې حال کې پرانېستل کېږي چې د نجونو متوسطه او لېسو تړل پاتېدل له سختو داخلي او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام