د ١٦ هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانې: ا.ا دې د نجونو ښوونځيو د تړلو پر پرېکړې بياکتنه وکړي

د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیي او هرزګوین، کاناډا، استوني، المان، ایسلنډ، کوزوو، مالاوي، مغولستان، نیوزلنډ، سویډن، تونګا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانې نن په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده‌کوونکو د تړلو په غبرګون کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه غونډه جوړوي

د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه غونډه جوړوي.  په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولي نن سهار په ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه‌ زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه بحث وکړي.

غربي هېوادونه: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځيو په اړه پرېکړه ژر بېرته واخلي

امریکا او لویدیځو متحدینو یې د نجونو لپاره د منځني او عالي ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه غندلې ده. د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، ناروې، بريټانيا او اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي د اسلامي امارت دغه اقدام د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د کړیو ضمانتونو خلاف ګام وو. دوی خبرداری ورکړی چې اسلامِ امارت دي خپله پرېکړه دې ژر تر ژره بدله کړي.

د غزني په اندړ ولسوالي کې د نجونو لومړنی ښوونځی پرانیستل شو

د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې د نازو انا د نجونو د لېسې د ودانۍ چارې بشپړې او پرون د افغانستان لپاره د ناروې د عمومي کمېټې او سیمه‌ییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د غزني سیمه‌ییز مسوولین او د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې چارواکو ګډون کړی و.