د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه غونډه جوړوي.  په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولي نن سهار په ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه‌ زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه بحث وکړي.

ټاکل شوې دا غونډه نن جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولی ویلي دي چې تعلیم د انسان حق دی. د نجونو ښوونځي تېر کال وروسته له هغه وتړل شول چې اسلامي امارت د زمري په ۲۴ مه واک ته ورسېد. اسلامي امارت لومړی له اول څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړه او بیا یې ژمنه وکړه چې په نوي هجري لمریز کال کې به ټول ښوونځي پرانیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څو موده مخکې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې به د ټول هېواد د ښوونځیو دروازې د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو پر مخ خلاصې شي. ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له څو میاشتو تړل کېدو وروسته د وري میاشتې په درېمه د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې بېرته پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو متوسطه او لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.

 د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و، هرکله چې د ښوونځیو یونیفورم له شریعت او افغاني کلتور سره سم جوړ شي، یاد شوي ښوونځي به د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم پیل شي.

امریکا او لویدیځو متحدینو یې پرون د نجونو لپاره د منځني او عالي ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه غندلې ده. د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، ناروې، بريټانيا او اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي د اسلامي امارت دغه اقدام د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د کړیو ضمانتونو خلاف ګام وو. دوی خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت دې خپله پرېکړه دې ژر تر ژره بدله کړي.

دغه اعلامیه پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزرات له خوا خپره شوې چې پکې ویل شوي دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو په مخ خلاصېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او متحدینو یې د تاسف ځای بللی او ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه ونیول شو چې له اوو میاشتو انتظار وروسته افغانې نجونې په ډېر لیوالتیا سره خپلو ښوونځیو ته روانې وې. هغوی د افغانستان اوسنیو حاکمانو څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه بدله کړي ځکه دا پرېکړه به افغانو نجونو ته ناوړه پایلې ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام