امریکا او لویدیځو متحدینو یې د نجونو لپاره د منځني او عالي ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه غندلې ده. د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، ناروې، بريټانيا او اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي د اسلامي امارت دغه اقدام د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د کړیو ضمانتونو خلاف ګام وو. دوی خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت دې خپله پرېکړه  ژر تر ژره بدله کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپروه شوې ویل شوي چې دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو په مخ خلاصېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اعلامیې کې راغلي دي: «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې په عاجل ډول دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، دا پرېکړه به افغان نجونو ته تر زیان رسولو ورپورته عواقب ولري. دا به د افغانستان ټولنیز اتحاد او اقتصادي‌ وده، د ملتونو په ټولنې کې د یو ویاړلي غړي‌ په توګه یې شاملېدو توقع او له بهر څخه هېواد ته د افغانانو بېرته ستنېدل زیانمنوي.»

اعلامیې همدغه راز ویلي چې د اسلامي امارت دا پرکېړه به په کور دننه او بهر کې د سیاسي ملاتړ او مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په لیدلوري باندې اغیز ولري. په اعلامیې کې راغلي چې ټول افغانان په ټولو ولایتونو کې د تعلیم یو ډول او برابر حقوق لري.

پرون د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د نجونو تر شپږم ورپورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته بند شول.

د اسلامي امارت حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د کابل ښار په اماني لیسه کې خبریالانو ته وویل چې د حکومت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د نجونو ښوونځي چې له شپږم ټولګي پورته دي تر امرثانې پورې به تړلې وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عزیز احمد ریان وویل: « هرکله چې په دې اړه له شریعیت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامې طرحه شوه او حکومت امر وکړ، بیا به یادو ښځینه مکاتبو ته رسمآ اطلاع ورکړل شي.»

د نوي ښوونیز کال په پیل کې اسلامي امارت اعلان وکړ چې «تر امر ثاني پورې به» د نجونو ښوونځي تړلي وي. د دوی دا پرېکړه په کور دننه او بهر کې له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ او وغندل شو. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې مخکې ویلي وو چې په نوي‌ ښوونیز ‌کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام