د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه. د دغه غورځنګ غړو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زده‌کړه د ښځو اساسي حق ده او اسلامي امارت دې ژر تر ژره پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د یاد بنسټ اجرایوي مشره مونسه مبارز وايي، ښځې د پرمختیايي بهیر یوه برخه شمېرل کېږي او له سیاسي جوړښت او زده‌کړې څخه دهغوی محرومول ملي جنایت دی او د منلو وړ نه دی. مېرمن مبارز د افغان ښځو د بنسټيزو حقونو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې او نړيوالوسازمانونو پر کړنو د نيوکې ترڅنګ وويل چې د بشري حقونو سازمانونه او نړيوالې ټولنې د افغان مېرمنو پر وړاندې بې اعتنایي ( بېغوري ) کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېرمن مبارز ټینګار کوي چې نړۍ باید د افغان ښځو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي. هغې زیاته کړه: « له نړیوالو بنسټونو، نړیوالېټولنې او نړیوالو سازمانونو څخه مو غوښتنه درلوده چې دوی داسې مهال د عدالت او مساوات په اړه غږېږي چې دلته یو نسل له خپلوانساني حقونو څخه بې برخې دي او یو نسل په دې جرم چې ښځې دي د زده‌کړې، سیاسي مشارکت او له کور څخه بهر د کار کولو حقنه لري

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړې ذکیه زهادت وايي، د نجونو د زده‌کړو بهیر د بندېدو دوام دا ښيي چې اسلامي امارت پر خپلوژمنو عمل نه کوي. هغې په دې اړه وویل: « د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره دا ښیي چې اسلامي امارت افغانستان خلکو ته د خپلوخبرو په وړاندې ژمن نه دي او د نجونو په وړاندې د ښوونځیو بندول وښود چې د افغان ښځو په وړاندې هېڅ باور نه لري

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېدو او پر ښځو د بندیزونو د لګولو د دوام په اړه نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې اسلامي امارت ژمنه کړېوه چې د وري په درې مه به له شپږم ټولګي پوته ښوونځي به هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي، خو هغوی پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام