باختر خبري اژانس پر خپله ټويټر پاڼه د امربالمعروف او نهې عن‌ا‌لمنکر وزارت د سرپرست محمد خالد حنفي له قوله لیکلي، د نړۍ هېوادونه د دې واک نه لري چې «زموږ د خويندو» د حجاب په اړه پرېکړه وکړي.

باختر اژانس په دې اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شنبې پر ورځ د ښځو د حجاب په اړه يو فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې راغلي، له دې وروسته ښځې باید اسلامي حجاب مراعت کړي. دغه وزارت زیاته کړې، هغه ښځې چې شرعي حجاب نه مراعتوي، د کورنیو مشرانو ته به یې سزا ورکول کېږي.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویلي، د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «غوره» ډول دی، خو زیاته کړې يې ده چې د حجاب په نوم دوديزه تور رنګه لباس او څادر هم شرعي حجاب دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې ښځې باید له اړتیا پرته له کورونو څخه را ونه‌‌وځي. ياد وزارت ویلي، هغه ښځې چې په دولتي بنسټونو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي، له دندو به ګوښه کېږي.

د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پرېکړې له ځان سره ملي او نړیوال غبرګونونه لرل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو د حجاب په اړه په خپله وروستۍ پرېکړه بیا کتنه ونه کړي، د دوی له لوري به له سختو فشارونو سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام