له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ.

ټاکل شوې وه چې دغه اعتراض نن د نوي ښار په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر اعتراض کوونکې وايي چې دوی د دغه اعتراض پر مهال ګواښل شوي او د پرېکړه‌لیک د لوستلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، هغو کسانو چې د اعتراض پرمهال تصویرونه او ویډیوګانې اخیستې، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري وهل او ټکول شوي دي.

ویل شوي چې خبریالانو ته د دغه اعتراض د خبري پوښښ اجازه هم نه ده ورکړل شوې. د سلام‌وطندار خبریال رومان کریمي هم د دغه اعتراض د خبري پوښښ لپاره سیمې ته ورغلی و، خو د سلا‌م‌وطندار له موټر چلوونکي سره یوځای ورک دی او تراوسه یې په اړه معلومات نشته.

ښځینه اعتراض کوونکې په خپل پرېکړه‌لیک کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، بې‌وزلي پراخه شوې او ګڼ‌شمېر هېواد‌وال د خپل ژوند د اړتیا پوره کولو توان نه لري.

په ورته مهال په دغه پرېکړه‌لیک کې همداراز راغلي چې د اسلامي امارت مسوولانو د هېواد د مدیریت پر څوکۍ ولکه خپله کړې، خو د دې پر ځای چې د خلکو ستونزې هوارې کړي او بې‌وزلي او وزګارتیا ختمه کړي، خپل ټول توان یې د ښځو پر محدودیت او د خلکو په شخصي ژوند کې لاس وهنې ته ځانګړی کړی دی.»

اعتراض کوونکو پر اسلامي امارت د لا فشار غوښتونکې شوې، څو سرپرست حکومت دې ته اړ کړي چې ځان د خلکو پر وړاندې مسوول وبولي او د بې‌وزلۍ او وزګارتیا د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

دوی همداراز زیاتوي چې مرستندویه بهرني بنسټونه د مرستو پر وېش سمه څارنه نه لري او ډېری مرستې د اسلامي امارت د مسوولانو په لارښوونه ځانګړو ولایتونو او سیمو ته وېشل کېږي او مستحق کسان له مرستو بې‌برخې پاتې کېږي.

اعتراض کوونکو همداراز له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه او پر خلکو یې غږ وکړ چې تسلیم نه‌شي او په هر ډول شرایطو کې له خپلو اساسي حقونو او مشروع ازادۍ دفاع وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو محدودیتونه زیات شوي چې ښځو په وار وار د دغو محدودیتونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی، خو دغه اعتراضونه تل ځپل شوي او له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام