د ا.ا ځواکونو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو د اعتراض مخه ونیوله

له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

هلمند کې په کمسارې توګه د غنمو د بیې لوړېدل؛ یو من یې ۴۵۰ کلدارې پلورل کېږي

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د غنمو له لوړې بیې څخه شکایت کوي. دوی وايي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه او د یوشمېر ولسوالیو له ځمکو څخه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي او باید بیه یې ټیټه وای، خو په وروستیو ورځو کې یې بیه په کمساري توګه لوړه شوې ده.

شنونکي: اسلامي امارت باید افغانستان کې د نورو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي

چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا له‌خوا د هغې چمتو شوې، طرحې مخالفت کړی او هغه یې رد کړې چې پر بنسټ یې په افغانستان کې له بشري مرستو پرته اقتصادي بندیزونه لګېدل. د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وایې چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د نړی د سترو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي.

سور صلیب: په یوازې ځان د افغانستان ناورین نه شو کابو کولای

سره صلیب خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه په یوازې ځان په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنوي توان نه لري. دغه بنسټ له نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره همکاري وکړي. د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني ویلي، دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې له نورو سازمانونو سره خپلې هڅې پراخې کړي.