په هېواد کې د وروستیو سېلابونو، زلزلې، اورلګېدنې او نورو طبیعي پېښو په لړ کې یو‌شمېر اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه پېښې به د افغانستان اقتصاد ته درانه زیانونه ولري.

د دوی په باور، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې هم کرنې پورې تړلی چې د طبیعي پېښو رامنځته کېدل به د هېواد اقتصاد ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصادي چارو کارپوهان تاج‌محمد تلاش سلام‌وطندار ته ویلي چې د زلزلې او نورو طبیعي پېښو رامنځته کېدل د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د کرنیزو محصولاتو تولید او پانګه‌ اچونې ته زیان رسوي.

«کله چې د زلزلې، اورشیندې او سېلابونو په څېر پېښې پیلېږي، طبیعي پېښو ته زیان رسوي. د لرګو، کانونو، بشري سرچینو او نورو برخو کې مونږ ته رسوي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو یو بل کارپوه بهیر ځلاند هم په دې باور دی چې طبیعي پېښې د اقتصادي پراختیا مخه نیسي او له ننګونو سره یې مخ کوي.

د بهیر ځلاند په وینا، زلزله، واورې ښووېیدنې او نورې طبیعي پېښې کاري ځواک زیانمنوي او د اقتصادي ودې او پراختیا بهیر ټکنی کوي. هېواد کې د وروستیو ورځو پرمهال د زلزلې، د سېلابونو راوتلو، د واورو اورښت او  ځنګلونو کې د اورلګېدنې څو پېښې رامنځته شوې دي.

په همدې تړاو مو د اقتصاد وزارت مسوولانو څخه د اوښتونو زیانونو د کره شمېرو غوښتنه وکړه، خو مسوولانو وویل چې د معلوماتو راټولولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم تاییدوي چې هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ‌شمېر اقتصادي زیانونه اوښتې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د حبیب په خبره، د وروستیو درېوو ورځو اورښتونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې دي چې ځينې کرنیزې ځمکې ویجاړې او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام