Asset 1SWN

پکتیکا کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

IMG-20230510-WA0011

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو سلګونه کورنیو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي مطېع‌‌الله منصور سلام‌‌وطندار ته ویلي چې دغه نغدي مرسته پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د ناروې کمېټې له لوري پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د نوموړي په وینا، د ناروې کمېټې د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکاري د طبیعي پېښو له کبله شاوخوا ۵۶۵ زیانمنو شویو کورنیو باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي مطېع‌‌الله منصور زیاته کړې چې یادې نغدي مرستې په سرروضه، اورګون، برمل، ګیان، نکه او زېړوک ولسوالیو کې وېشل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه مرستې هغو کورنیو سره شوي چې په طبیعي پېښو کې یې کورونه ویجاړ شوي او سرپناه نه‌‌لري. د مطېع‌الله منصور په وینا، نغدي مرستې په دوو پړاونو کې ورکړل شوي چې په لومړي ځل هرې کورنۍ ته «۲۲۷۵۰» افغانۍ او دویم قسط کې بیا «۳۴۳۰۰» وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام