په هرات کې د ولسي مقاومت خوځښت ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د مرستو د راټولو صندوق جوړ شوي دي. هرات کې د ولسي مقاومت حرکت ویاند عبدالرازق احمدي سلاموطندار ته وایي چې دغه صندوق د خلکو له لوري جوړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې په رسمي توګه پرانیسته وکړي.
عبدالرازق احمدي زیاتوي چې د دغه صندوق له لارې راټولېدونکې مرستې به په سمه توګه مدیریت کېږي او د جګړې لومړۍ کرښې سرتیرو، ټپیانو او د ولسي مقاومت د وژل شویو پاتې کورنیو باندې به لګول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د هرات یوشمېر اوسېدونکو او له دغه ولایت څخه د باندې د نورو ولایتونو اوسېدونکو لا له وړاندې له دغه صندوق سره خپله مرسته کړې ده.
د ولسي مقاومت حرکت ویاند په خبره، د هېواد دننه او بهر یوشمېر کسانو د مرستو د کولو ټټر وهلی. هغه ټينګار کوي چې د دغه صندوق جوړول د طالبانو پر وړاندې د هراتیانو د درېدو ښکارندوینه کوي او تر هغو چې طالبان سولې ته غاړه کې نه ږدي، دغه مقاومت به روان وي.
په همدې حال کې د دغه مقاومت غړی جمال عبدالناصر حبیبي هم وایي چې د ولسي مقاومت حرکت له پیل سره هممهاله له دغه حرکت سره د خلکو ملاتړ او مرستې هم پیل شوي دي. هغه زیاتوي چې په تازه ګۍ سره هراتیانو دغه حرکت ته د مرستو راټولو لپاره صندوق جوړ کړی دی.
جمال عبدالناصر حبیبي وړاندې وایي چې دغه صندوق د ولس له لوري جوړ شوی او مدیریت هم د ولس لهخوا کېږي. هغه ټينګار کوي چې د ولسي مقاومت حرکت څخه د خلکو ملاتړ د جګړې په کرښه کې د دوی روحیه نور هم لوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تازهګۍ سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار رنګین دادفر سپانتا د ولسي مقاومت حرکت لپاره د نړیوال ملاتړ د راجلبونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
- هرات کې د جګړې کمزوري مدیریت د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې
- هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو «الله اکبر» ناره او د افغان ځواکونو پرمختګ
- هرات ښار کې د جګړو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۵ټپیان دي
له دې سره سم د ولسي مقاومت حرکت ویاند عبدالرازق احمدي وایي چې د سپانتا سربېره یوشمېر نورو شخصیتونو هم د دغه حرکت لپاره د سیاسي ملاتړ راجلبولو مسوولیت هم پرغاړه اخیستی.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وایي چې په یوه داسې خراب امنیتي وضعیت کې د هرات ښار دننه د وسلهوالو طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د ولسي مقاومت حرکت څخه هر اړخیز ملاتړ وشي.