د هرات له جګړې څخه ۱۱ ورځې تېریږي، خو اوس هم د هرات ښار او د انجیل او ګذرې ولسوالیو ځینو سیمو کې طالبان حضور لري او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې طالبان د انجیل او ګذرې ولسوالیو په ځینو برخو کې وځپي.
د هرات ښاریان، د ولایتي شورا استازي او د ولسي مقاومت غړي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د نهمخکې تګ لامل، د جګړې مدیریت لپاره د واحدې رهبرۍ نهشتون او جګړه کې د زیاتو پوځي سرتېرو ونډه نهاخیستل بولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي سلاموطندار ته وایي، په داسې حال کې چې جګړه د ۲۰۷ظفر قول اردو له خوا مخ ته وړل کېږي، خو د هېواد لویدیځ کې پوځي چارواکي د جګړې مدیریت کې ناغېړي کوي.
هغه زیاته کړه: «یوه ستونزه چې هرات کې ده، هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د یوې واحدې قومندې او سوق ادارې نهشتون ده. دا لامل شوې، چې د دولت مخالفین له دغې تشې ډېره استفاده وکړي. د اردو ځواکونه ډېر کم دې برخه کې ونډه اخلي. خلک هم د قول اردو قومندان څخه شکایت لري.»
په ورته وخت کې د ولایتي شورا دغه غړی ټینګار کوي چې د امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه د ۲۰۷ ظفر قول اردو له لوري د جګړې کمزوری مدیریت لامل شوی چې طالبان د ۱۷ ولسوالیو نیولو ترڅنګ، ځانونه د ښار تر دروازو راورسوي.
هرات کې د ولسي مقاومت شورا غړی جمال عبدالناصر حبیبي وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مدیریت لپاره واحده رهبري نهشته او د ۲۰۷ ظفر قول اردو نه ده توانېدلې چې د ښاریانو هیلې پوره کړي.
نوموړی زیاتوي چې یاده ستونزه یې ولسمشر ته هم رسولې، خو په وینایې، تراوسه چا پرې غوږ نه دی ګرولی. نوموړي وایي، هغه ځواکونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، ښه جګړه کوي، خو په دې برخه کې د قول اردو د رهبرۍ مدیریت کمزوری دی.
د خلکو مقاومت د حرکت شورا دغه غړی ټينګار کوي چې له هرات ښار څخه د وسلهوالو طالبانو په شاه تمبولو لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ باید واحده رهبري رامنځ ته شي.
- هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو «الله اکبر» ناره او د افغان ځواکونو پرمختګ
- هرات ښار کې د جګړو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۵ټپیان دي
- هرات ته د طالبانو ځپلو لپاره مرستندویه ځواکونه لېږدول شوي
یوشمېر هراتیان د جګړې په برخه کې د امنیتي بنسټونو د کمزوري مدیریت څخه په نیوکې سره وایي چې د مدیریت کمزورتیا د دې لامل شوې چې طالبان د هرات ښار کلابند کړي.
په هرات کې د کومانډو لېوا قومندان عبدالناصر علیزی وایي چې طالبانو د بېلابېلو یونیفورمونو او لباسونو څخه په ګټنې اخیستنې سره د پوځ له کمربندو تېر شوي او د هرات ښار په بېلابېلو سیمو او څنډو کې ځای پر ځای شوي دي.
بلخوا د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وایي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده ده او عملیات په ګډه توګه روان دي. نوموړی د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ځنډ او خنډ ستر لامل د خلکو په کورونو کې د وسلهوالو طالبانو ځای پر ځای کېدل، په کوته کوي.
هغه زیاته کړه: «د ښار شاوخوا ته په ورو ډول د عملیاتو لامل دا دی، چې طالبانو د اوسېدو کور کې سنګر نیولی او مونږ د ملکي تلفاتو او زیانونو مخنیوي لپاره عملیات په ډېر جدي او ورو ډول ترسره کوو. د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي شته او عملیات هم په همغږيۍ سره مخ ته ځي.»
د ۲۰۷ ظفر قول اردو تراوسه په دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په ورته مهال هرات کې یوه باوري محلي سرچینه سلاموطندار ته وايي، حکومت هرات کې د جګړې مدیریت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته سپارلی دی.