امریکا: د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي پر وړاندې د درېدو وخت رارسېدلی

د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو د تاوتریخوالي او تیري پر وړاندې ودرېږو او افغان دولت د بریا لپاره خلک او امنیتي ځواکونه لري چې ښه روزل شوي او د طالبانو پر وړاندې د درېدو لپاره کافي تجهیزات په واک لري.

د امریکا سفارت: د طالبانو بریدونه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې دي

کابل کې د امریکا سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د خبرو له لارې سیاسي حل په اړه د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دي. د امریکا سفارت د طالبانو له لوري پر زرنج، شبرغان ښار بریدونه او د لښکرګاه او د نورو ولایتونو د نیولو هڅې، له تاوتریخوالي ډکې بللې دي

هرات کې د جګړې کمزوري مدیریت د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې

د هرات له جګړې څخه ۱۱ ورځې تېریږي، خو اوس هم د هرات ښار او د انجیل او ګذرې ولسوالیو ځینو سیمو کې طالبان حضور لري او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې طالبان د انجیل او ګذرې ولسوالیو په ځینو برخو کې وځپي. د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وایي، د امنیتي او دفاعي .ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده ده او عملیات په ګډه توګه روان دي

ماين چاودنې پکتيا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې  د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.