کابل کې د امریکا سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د خبرو له لارې سیاسي حل په اړه د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دي.

د امریکا سفارت د طالبانو له لوري پر زرنج، شبرغان ښار بریدونه او د لښکرګاه او د نورو ولایتونو د نیولو هڅې، له تاوتریخوالي ډکې بللې دي. دغه بنسټ په کابل کې هم د طالبانو هغه اقدامات د نه منلو یاد کړي چې د زور له لارې پر خلکو خپل حاکمیت تحمیلوي او ویلي یې دي چې دغه ډ‌له د ملکیانو ارامښت او سکون ته پام نه کوي او په دغه هېواد کې یې د بشري ناورین څپې بیا را تازه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د امریکا سفارت په دغې خپرې کړې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسېدونکو درد ته د پای ټکی کېږي، په دایمي او هر اړخیز اوربند دې هوکړه وکړي او د سولې په خبرو کې دې په بشپړه توګه ګډون وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سولې خبرو له لارې چې کوم جوړجاړی رامنځ ته کېږي، باید د ټولو افغانانو د منلو وړ وي او د دې تضمین هم باید وي چې افغانستان به یوځل بیا د ترهګرو پر ځای نه بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو پر مرکزونو په ځانګړې توګه هرات، کندهار، هلمند، نیمروز، جوزجان، کندوز، تخار، سرپل او نورو ولایتونو باندې د وسله‌والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.



طالبانو ادعا کړې چې د زرنج، شبرغان، کندوز او سرپل ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. له دې سره هم‌مهاله راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو د یو‌شمېر ولایتونو په مرکزونو کې دولتي ودانیو ته اور ورته کړی او جنګي جناتونه یې هم کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام