وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله چې ښايي د دغه هېواد د سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په کابل کې د خپل سفارت د پرېښودو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.

د دغې ورځپاڼه راپور لیکي چې که امریکا په کابل کې خپل سفارت پرېږدي، نه یوازې د د سفارت کارکوونکي، بلکې زرګونه نور امریکایان به هم له افغانستانه ووځي. امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د سفارت پرېښودو لپاره یې جدي اړتیا نشته او نه یې هم په دې برخه کې کومه پرېکړه کړې ده. امریکايي چاوراکو ویلي چې د دغه پروګرام د عملي کېدو لپاره د امریکا پوځ له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وال‌سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، دغه تیاری له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروګرام یوه برخه ده چې د امریکا د دفاع وزارت په وینا، ټاکل شوې د اګېسټ میاشتې تر پایه سر ته ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لوړپوړو چارواکو څو ورځې وړاندې دغه هېواد ته د افغان ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر مهال ډاډ ورکړی و چې په افغانستان کې به خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له ولسمشر غنۍ سره په دې لیدنه کې ټینګار کړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستانه اړیکو د پای ته رسېدو په مانا نه دي، بلکې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکايي سرتېرو له افغانستانه د وتلو لړۍ په وروستي اقدام کې پرون تر ټولو ستر مرکز د بګرام اډه هم افغان ځواکونو ته وسپارله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام