امریکا په کابل کې خپل سفارت پرېږدي؛ وال‌سټرېټ ژورنال خبر ورکړ

وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله چې ښايي د دغه هېواد د سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په کابل کې د خپل سفارت د پرېښودو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.

له کورونا وروسته د «تورې چڼاسې» ناروغي هم په خپرېدو ده

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ، وویل چې د «تورې چڼاسې» یا تور قارچ ناروغي هغه بله یوه ده چې پر کورونا اخته کسان پرې اخته کېږي.
د نوموړي په وینا، دا ناروغي په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د وجود دفاعي یا ایمني سېسټم یې کورونا زیانمن او کمزوری کړی وي.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي

د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۹۲کسان د کورونا له امله مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۹۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې ۴۶۷۰ د کورونا ویرووس شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۱۲۷۲ هغه مثبتې ختلې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې بیا ۹۳۵ کسان هم له کورونا ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

د «تورې چڼاسې» ناروغي د خپرېدو په اړه د روغتیا وزارت اندېښنې

هېواد کې د کورونا له خپرېدو راهیسې د دغې ویرووس د بېلابېلو بڼو د موندلو خبرونه ورکړل شوي، خو «تورې چڼاسې» هغه وژونکې ناروغۍ ده چې د کورونا د ناروغانو په منځ کې د پراخېدو په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په خپل فېسبوک‌پاڼه کې د کورونا ویرووس د ناروغان ترمنځ د «تورې چڼاسې» ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.