هېواد کې د کورونا ویرووس له خپرېدو راهیسې د دغې ویرووس د بېلابېلو بڼو د موندلو خبرونه ورکړل شوي، خو «تورې چڼاسې» هغه وژونکې ناروغۍ ده چې د کورونا ویرووس د ناروغانو په منځ کې تازه موندل شوې او دغه ناروغۍ د پراخېدو په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په خپل فېسبوک‌پاڼه کې د کورونا ویرووس د ناروغان ترمنځ د «تورې چڼاسې» ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 نوموړي په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «له کوویډ۱۹ ناروغۍ نه وو خلاص شوي چې له یوه بل مصیبت سره لاس او ګریوان شو. د تورې چڼاسې ناروغۍ د کوویډ۱۹ ناروغان ترمنځ د پراخېدو په حال کې ده. له بده مرغه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د روغتیا سرپرست په هېواد کې پر تورې چڼاسې ناروغي د اخته کسانو د شمېرو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د دغې ناروغۍ دوه پېښې ثبت شوي دي. تورې چڼاسې یو ډول وژونکې ناروغۍ ده چې په یو‌شمېر هېوادونو کې د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هم‌‌مهاله پر دغه ویرووس د اخته ناروغان ترمنځ د خپرېدو په حال کې ده.

په همدې حال کې د روغتیا سرپرست وایي چې د کورونا ویرووس لمن په پراخېدو ده او مخنیوی یې یوازې په اکسیجن ناشونی دی. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې روغتیايي لارښوونو ته دې پام وکړي، څو د کورونا ویرووس د خپرېدو مخنیوی وکړای شي.



په ورته مهال د روغتیا سرپرست وحید مجروح وویل چې په راتلونکو اوونیو کې به هېواد ته د امریکا جانسن او جانسن واکسین ۱.۵ ډوزه راورسېږي. امریکا افغانستان سره د جانسن او جانسن واکسین درې میلیون ډوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې وه.

وحید مجروح همداراز وویل چې د روانې جولای میاشتې په منځ کې له هند څخه د استرازنګا ۵۰۰زره ډوزه واکسین هم هېواد ته راورسېږي. د عامې روغتیا وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تراوسه په هېواد کې یو میلیونه وګړي د کورونا ویرووس پر وړاندې واکسین شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام