Asset 1SWN

دایکندي کې د ټولګټو پروژو پلي‌ کولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې

Kariz

هېواد کې د سیاسي تحولاتو او د پراختیايي پروژو له ځنډېدو وروسته دایکندي کې فرهنګي او بنسټ‌ییزو کارونو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د دایکندي یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې په خپل شخصي لګښت ټولګټې پروژې بشپړې کړي او لسګونه نورې تر کار لاندې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دایکندي د شهرستان ولسوالي اوسېدونکي سخي سعادت سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې ولسوالي د چهاراسپان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د پنځه‌نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

سعادت زیاته کړه چې دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو نشتون او د حکومت ناغېړي لامل شوې چې خلک خپله لاس په کار شي.

د نوموړي په وینا، دغه روغتون د «غیبي»، «بندبرلان» او «چهاراسپان» کلیو څه باندې ۱۰۰۰۰ اوسېدونکو د مرستې پر مټ جوړ شوی دی.

بل‌خوا د دایکندي یو فرهنګ‌پال خدابخش محمد‌ي نژاد وايي چې تېر کال یې د ځوانانو او فرهنګ‌پالو په مرسته د دغه ولایت په سنګ‌تخت او بندر ولسوالي کې د «خاتم‌النبیین» په نوم کتابتون جوړ کړ.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د کتابونو د راټولو کمپاین مو تېر کال پیل کړی و چې له اوو میاشتو وروسته څه باندې ۷۰۰۰ جلده کتابونه له کابل، مزارشریف، هرات او بامیانو څخه راټول شول چې د یاد کتابتون په جوړولو سره د یادې ولسوالي د ډېری خلکو اړتیاوې پوره شوي.»

د دایکندي د میرامور ولسوالي د نالیج‌برګر کلي اوسېدونکو بیا په خپله سیمه کې د هلکو د یوه ښوونځي د رغېدو کار پیل کړی چې ۲۰سلنه بشپړ شوی دی.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي علي‌جان فکوري وویل: «د دغې سیمې ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده‌کوونکو به یې له ستونزو سره مخ وو، کار یې د تېر کال تلې میاشت کې پیل شوی او تراوسه ۲۰سلنه بشپړ شوی دی. دغه ښوونځی دوه پوړه او ۱۶ ټولګي او اداري خونې لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دایکندي محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې ودانیزو او ټولګټو پروژو کې د خلکو لېوالتیا او ونډه زیاته شوې او په وینا یې، د تېرو دوو کلونو پر مهال ګڼ‌شمېر پروژې د خلکو پر مټ بشپړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام