کابل ته له تخار څخه را کډه شوې کورنۍ وايي، د دغه ولایت محلي او امنیتي چارواکو د تخار د امنیت ساتنې په برخه کې بې‌غوري کړې او حکومت باید ژرترژره د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ښه کېدو برخه کې اقدام وکړي.

د تخار یوې اوسېدونکې حمیرا چې د جګړې له کبله یې خپله مېنه پريښې او کابل ته را کډه شوې نن یې په کابل کې یوې اعتراضي ناسته کې وویل چې شل ورځې وړاندې یې درې بچیان کابل ته ورسره راوستل، خو درې نور چې په جګړه کې ټپیان شوي وو، لا هم هلته پاتې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په خبره، خاوند یې په امنیتي ځواکونو کې دنده لري او اوس د تخار اوسېدونکي څه چې ان د تخار په امنیه قومانداني کې هم ډوډۍ نه پیدا کېږي.

حمیرا زیاتوي، د خلکو کورونه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې پر ډګر بدل شوي او هره ورځ د دغه ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي. نوموړې امنیتي ادارې د تخار امنیتي وضعیت د خرابېدو اصلي عاملان بولي.



د تخار یوشمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې که څه هم افغان ځواکونه او ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې د جګړې لوړ مورال لري، خو په خبره یې، د لازمو تجهیزاتو نه لرل او د حکومت نه ملاتړ یې شاتګ ته اړ باسي.

بله‌خوا د تخار مدني فعال یحیا نظري وايي چې طالب وسله‌وال د تالقان ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي او هره ورځ د ښار په کوڅو او څنډو کې جګړه روانه وي چې له کبله یې ګڼ‌شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تخار د مدني ټولنې د مجتمع رییس زمان خان وايي، د تخار د کلابندۍ کړۍ هره ورځ تنګېږي او که د مسوولانو بې‌غوري همداسې دوام وکړي، دغه ولایت به له لاسه ووځي.

زمان خان پر حکومت غږ کوي چې ژرترژره د تخار د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه لاس په‌کار شي.

موږ هڅه وکړه چې د تخار د امنیتي وضعیت او سرتېرو ته د تجهیزاتو رسولو په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاندویان خبرو ته حاضر نه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام