د بدخشان ولایت محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالي کې د اس مجسمې چې د وزلوبې ښکارندویي کوله او په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې وې، د طالبانو له لوري ویجاړې شوي دي.

په دغه مجسمه کې د وزلوبې د لوبغاړو د یوې وزې د رانیولو هڅه پکې انځور شوې او د آس څلور لارې په نوم مشهوره وه.

 د بدخشان ولایت د کشم ولسوال شهیداقا شمس دغه کار د طالبانو بولي او وایي چې دغه مجسمه د فرهنګ یوه بېلګه او د هغې ویجاړول، هېڅ دیني توجیې نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د بدخشان والي احمد‌بشیر صمیم هم وایي چې طالبانو پرون سهار دغه مجسمې په بشپړه توګه ویجاړې کړي دي.

د دغو مجسمو ویجاړولو د هېوادوالو په ځانګړې توګه د بدخشان د اوسېدونکو تندې نیوکې هم را پورته کړي دي. دوی د طالبانو دغه کار د بودا مجسمې د ویجاړولو سره یو شان بللی چې هغه مجسمې هم کلونه وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دغې ډلې ویجاړې کړې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو د پرمختګونو په اړه د اندېښنو سربېره د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د لرغونو اثارو او تاریخي ابدو د ویجاړۍ په اړه هم اندېښنې ډېرې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام