د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په دغه هېواد کې د وسله‌والو طالبانو بریدونه زیات شوي او د دغې ډلې پرمختګ ډېر شوی دی.

پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړ غونډه وکړه او دیبورا لاینز پکې د وسله‌والو طالبانو له لوري د پوځي عملیاتو له ډېروالي خبرداری ورکړ. نوموړې زیاته کړه چې له مې میاشتې راهیسې طالبانو ۵۰ ولسوالۍ نیولي دي.

لاینز همداراز وویل چې په افغانستان کې د جګړو پراخوالی په دې معنې دی چې ورسره به د سیمې نېږدې او لرې هېوادونه هم ناامنه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټینګار کړی چې وسله‌والو طالبانو د ولایتونو نېږدې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي او هڅه کوي چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د ولایتونو پر مرکزونو هم بریدونه وکړي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.

خو د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز رییس سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې طالبانو په جګړه هېڅ راز پرمختګ نه دی کړی او یوازینۍ لاسته راوړنه یې ویجاړي او له منځه وړل دي.

د مینه‌پال په وینا، طالبان د افغانستان په هېڅ سیمه کې حاکمیت نه لري او د دوی حاکمیت یوازې په یو‌شمېر سیمو کې د څو ساعتونو لپاره دی او امنیتي ځواکونه به ډېر ژر دغه سیمه له دوی څخه بېرته ونیسي.



«طالبانو پرمختګ نه دی کړی. طالبان یوازې ځي او په یوه ښار کې د خلکو ارامي ترې اخلي، طالبان چې هرې سیمې ته ننوځي او وایي چې هلته حاکمیت لري، درواغ دي. دوی یوه ځای کې هم مقاومت نه شي کولای. امنیتي ځواکونه دوی له سیمو څخه باسي.»

بل‌خوا د دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي ولس ته ویلي چې له هرې ممکنې لارې او په هرې بیه به د افغانستان دفاع کوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي هم په دې وروستیو کې ویلي چې امنیتي او دفاع ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي او طالبان به هېڅ چېرته هم امن پټن‌ځای ونه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام