د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي.

هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. د طالبانو لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فصیح‌الدین په وینا، دغه کسان غواړي امنیت خراب کړي او هېواد د کورنۍ جګړې په لور بوځي. د طالبانو لوی درستیز وایي چې هغوی ته به اجازه ور نه کړي چې امنیت خراب او افغانستان کې وینه توېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي د چا یا ډلې نوم وانخست، خو د کابل تر سقوط وروسته، احمد مسعود له خپلو ولسي ځواکونو او د مخکیني حکومت له چارواکو له هغې ډلې د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره پنجشېر ته لاړل او د طالبانو پر وړاندې یې د ملي مقاومت جبهه جوړه کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام