په سوېل ختيځ زون کې پر کلدارو راکړه ورکړه زياته شوې

په سوېل ختيځ زون کې د پکتيا، خوست او پکتيکا اوسېدونکي او هټۍ‌وال وايي، د طالبانو په راتګ سره په بازارونو کې راکړه ورکړه او نورې سوداګريزې معاملې د افغانيو پر ځای، پر کلدارو کېږي.
په پکتيا مرکز ګردېز کې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې يې سوداګريزه راکړه ورکړه او ټرانسپورټي کرایه پر افغانيو وه، اوس پاکستانۍ کلدارې هم زياتې لیدل کېږي.

د طالبانو لوی درستیز: ډېر ژر به منظمه اردو جوړه شي

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.

طالبانو تخار کې د غیر‌مسووله وسله‌والو له مرکز څخه دوه جسدونه موندلي

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست رییس انصار‌الله انصار سلام‌وطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالي کې یې د غیرمسووله وسله‌والو د یوه قومندان حاجي فتح په مرکز کې دوه جسدونه موندلي دي.