په سوېل ختيځ زون کې د پکتيا، خوست او پکتيکا اوسېدونکي او هټۍ‌وال وايي، د طالبانو په راتګ سره په بازارونو کې راکړه ورکړه او نورې سوداګريزې معاملې د افغانيو پر ځای، پر کلدارو کېږي.

په پکتيا مرکز ګردېز کې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې يې سوداګريزه راکړه ورکړه او ټرانسپورټي کرایه پر افغانيو وه، اوس پاکستانۍ کلدارې هم زياتې لیدل کېږي. په ښار کې هټۍوال وايي، دوی هڅه کوي چې پېر او پلور پر افغانيو وکړي، خو په وینا یې، د طالبانو له واکمنۍ سره د کلدارو چلښت زيات شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګردېز ښار هټۍوال سيدالرحمان او عيسی خان وايي، د مخکیني حکومت په دوره کې پر کلدارو بندیز لګېدلی و، خو اوس یو ځل بیا بازار ته راوتلي چې باید مخه یې ونیول شي.

د پکتيا په ګاونډ پکتيکا کې هم خلک وايي چې په تېره يوه مياشت کې د ښارونو په ګډون، په ولسواليو کې د افغانيو پرځای د کلدارو چلښت زيات شوی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د افغانيو د ارزښت ساتلو او دودولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

بل لور ته د خوست ښار اوسېدونکي بيا وايي چې په ښار او ولسوالیو کې هټۍوال پېر او پلور پر افغانيو کوي، خو د موټرو سوداګري د پخوا په څېر پر کلدارو کېږي.

د پکتيکا او خوست دوه ځوانان خيرالله ذکي او خليل ګربزوال وايي، په دغو ولایتونو کې ډېره برخه راکړه ورکړه پر کلدارو کېږي. دوی غوښتنه کوي چې باید پر کلدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې پر افغانیو وکړي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، طالبان د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره ژمن دي او ټولو سوداګرو او هټۍوالو ته يې سپارښتنه کړې چې پېر او پلور پر افغانيو وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ ریيس عبدالخالق احمدزي سلام وطندار ته وويل چې افغانۍ ورته ځانګړی ارزښت لري او په بازارونو کې به پر پردۍ کرنسۍ راکړې ورکړې ته اجازه ور نه کړي.

 شاوخوا دوه کاله وړاندې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې تر ډېره په‌کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو اسعار کارول کېدل، د افغانیو د کارولو کمپاینونه وشول.

د دغو کمپاینونو په پایله کې هټۍوال او هېوادوال اړ شول چې ورځنۍ راکړې ورکړې پر افغانیو وکړي، خو په دې ورستیو کې د بهرنیو اسعارو کارونه بیا ډېره شوې چې د افغانیو د بې‌ارزښته کېدو په اړه یې اندېښنې را پورته کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام