نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي، دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي.

دین‌محمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي چې د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او د بانکونو له تړل کېدو وروسته نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي. هغه وایي، اندېښمن دی چې حکومت نه شته او پیسې به یې ورکې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خان‌علي چې یوه اوونۍ وړاندې د بغلان ولایت له نهرین ولسوالي څخه مرکز پلخمري ښار ته د خپلو پیسو اخېستلو لپاره بانک ته راغلی، وایي چې تراوسه نه دی بریالی شوی چې خپلې پیسې ترلاسه کړي او اوس دومره پیسې نه لري چې بېرته پرې کور ته لاړ شي.

د نوموړي په وینا، که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي، دوی ښايي خپلې پیسې ترلاسه نشي کړای.

مژګان چې ښوونکې ده، وایي، ټولې پیسې یې بانک کې زېرمه کړي، خو د وروستیو تحولاتو له امله یادو پیسو ته لاسرسی نه لري او اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.



هغه وایي چې بانکونه یوازې په کابل ښار کې خپلو پېرېدونکو ته پیسې ورکوي، خو دوی کابل ته د تللو وس نه لري.

د بغلان اوسېدونکو زیاتوي چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په ترڅ کې یوازې یو یا دوه ځلې عزیزي بانک خپلو پېرېدونکو ته د صرافۍ خپکاره ماشینونو له لارې پیسې ورکړي، خو ډېری پېرېدونکي نه دي بریالي شوي چې دغه پیسې ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د یوه خصوصي بانک مسوولان وایي چې دغه بانک د خلکو د ستونزو د هواري لپاره له یوه سوداګر څخه پیسې اخیستي او هر یوه پېرېدونکي ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي. هغه زیاتوي، د افغانستان بانک کې د زېرمه شویو پیسو د نه‌شتون له امله، په ولایتونو کې بانکونه تړلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د دغه خصوصي بانک دغه مسوول خلکو ته ډاډ ورکوي چې پیسې یې په بانکونو کې خوندي دي او د بانکونو عادي چارې به ډېر ژر بېرته له سره پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام