هرات کې لسګونو ښځو نن د «یا مرګ یا ژوند» شعار په ورکولو سره د دغه ولایت د مقام ودانۍ مخې ته د اعتراض په توګه لاریون وکړ. دغه معترضانې وايي چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او یوازې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې یې موجودیت بسنه نه کوي، بلکې باید په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې ګډون ولري.

معترضانې ټینګار کوي چې اوس د طالبانو حکومت په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور له اختلافونو سره مخ دی. یوه لاریونواله زرمینه وايي چې «په ټولنه کې د ښځو د حضور مخنیوی، ناورین زېږوي.»

د زده‌کړو، په ټولنه کې د کار، ازادۍ، په ټولیزو برخو کې د ښځو د حضور، د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو، د امنیت او خوندیتوب حق ترلاسه کول د دغو معترضو ښځو بنسټیزې غوښتنې دي.

دوی د راتلونکي حکومت په مشرتابه کې د ښځو پر حضور د ټینګار ترڅنګ وايي، افغان ښځو کلونه د ښځو حقونو ترلاسه کولو لپاره قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او په وینا یې، اوس باید له یاده ونه غورځول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

معترضانې زیاتوي، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د حضور مخنیوی ناشونی دی او په خبره یې، تېرو تجربو ته په کتو، دغه کار د حکومتونو د را نسکورېدو لامل شوی دی.

طالبانو تر اوسه تر د منځنۍ کچې ښوونځیو پورې د نجونو زده‌کړې او په روغتیايي مرکزونو کې یې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې به نوی حکومت اعلان کړي. په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي شېرمحمد عباس ستانکزي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې ډېر ژر به د ټولو قومونو په ګډون نوی حکومت اعلان شي.

نوموړي ټینګار کړی چې په نوي دولت کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله نه وي.

هغه په نوي دولت کې د ښځو ګډون ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حجاب او اسلامي قوانینو د په پام کې نیولو ترڅنګ به په دې شرط چې له امریکا سره یې همکاري نه وي کړې، په نوي دولت کې به ځای ولري، خو په وینا یې، ښځې نه شي کولای چې د وزیر په کچه په راتلونکي دولت کې کار وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام