Asset 1SWN

«د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه دې پر طالبانو د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره وکارول شي»

8-7-p3fcdiqoy0io8yxnwfekew0j17r82ouyzf04anxaq0

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړيو او د افغانستان له متحدانو سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

حمدالله محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي.

محب ويلي، طالبانو چې له حکومت او ټولنې سره بې‌مخينې تاوتريخوالي ته مخه کړې، د مذاکراتو له مېزه تښتي او سفرونه کوي.

نوموړی زياتوي،  طالبان ژمنې ماتوي او له ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه خورا مهم دي.

ولسمشر محمداشرف غني هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې چې د لړم مياشتې په دېرشمه نېټه د افغانستان سولې په اړه جوړه شوې وه ويلي و، د بندیزونو پلي کیدل له طالبانو سره د خبرو د بریا لپاره يوه مهمه وسيله ده.

ولسمشر ويلي و، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه هغه مهال ګټور کېدای شي چې د سولې په اوسنۍ پروسه کې کوم بدلون د څرګند پرمختګ پربنسټ وي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د دوی د ځینو غړيو له لوري پر طالبانو له کلونو راهيسې بندیزونه لګول شوي دي چې په دې کې د یو شمېر طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونه هم شامل دي. د امريکا او طالبانو ترمنځ  د دوحې د شوې هوکړې یوه ماده د بندیزونو لرې کول دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې کمېټې رياست چې پر طالبانو بندیزونه څاري، هند يې مشري کوي. ناروې، ایرلینډ، کینیا او مکسیکو د يادې کمېټې غړي دي.

له دې وړاندې طالبانو، د دوی د مشرانو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې د سولې د پروسې د ګډوډولو یوه هڅه بللې وه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام