د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وايي چې د سولې خبرې اترې باید پر ټاکل شوي وخت بېرته پیل شي.

نوموړې دا څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې کړې دي. هغې ویلي چې د تاوتریخوالي د کموالي بحث باید د سولې خبرو اترو لومړیتوب وي.

اغلې لاینز په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې د تاوتریخوالي دوام لا هم د سولې پروسې پر وړاندې ستر خنډ او د سیمې لپاره یو ګواښ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له نړیوالو غوښتي چې د تاوتریخوالي کموالي لپاره پر ښکېلو لوریو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

نوموړې ټینګار کړی چې د سولې تلپاتې‌والي لپاره باید ښځې، ځوانان، لږکي او د جګړې قربانیان په دې پروسه کې مانا لرونکی ګډون ولري.

هغې په افغانستان کې د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې یادې وژنې د روان میلادي کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه ډېرې شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي کموالي غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي وړمه ورځ مازدیګر د سولې خبرو کې له ۲۰ ورځنۍ دمې وروسته له ولسمشر محمداشرف غني سره پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کموالي او اوربند خبرې کړې وې. میلي له ولسشمر سره له لیدنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د سولې له مرکچي پلاوي سره هم د تاوتریخوالي پر کموالي او اوربند خبرې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام