Asset 1SWN

اقتصاد وزارت: ملګري ملتونه دې د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي

3780345

له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه تازه راپور کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو خبر ورکړ، د اقتصاد وزارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه باید په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ ټول شاهدان یوو چې شویو مرستو له پیل نه تر اوسه د بې‌وزلۍ پر راکمولو هېڅ اغېز نه‌دی کړی. اوس موږ اړتیا لرو چې اقتصادي زېربناوې مو جوړې شي، څو خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، دغه کار به هېواد کې د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو او د اړمنو شمېر د زیاتېدو لامل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه لعل‌ ځاځی وايي، په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز لامل شوی چې نړیوال سازمانونه له افغناستان سره مرستې کمې کړي او په وینا یې، خلک اوس د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري او که دا هم کمې شي، له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي.

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی عبدالوفي نایب‌‌زي بیا وايي چې په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار د لګېدلیو بندیزونو په لرې کولو سره به له افغانستان سره د بشري مرستو کچه بېرته لوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

شنونکي پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له هرې لارې کېږي، له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې باید روانې واوسي او دواړه لوري باید په خپلو دریځونو کې بدلون راولي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا تازه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال لپاره یې له افغانستان سره د مرستو بودیجه له ۴،۶ څخه ۳،۲ میلیارډه ډالرو ته را کمه شوې ده. اوچا په مرستندویه بنسټونو کې د اسلامي امارت له لوري د ښځینه‌وو پر کار بندیز د دغه بدلون اصلي لامل بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام