Asset 1SWN

اوچا: افغانستان روان کال د څه باندې څلور میلیارډه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري

Gada-1-q2oka15r0g9jktjni6jk0yey3r2o2fmpkn3ys1of48

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په روان زېږدیز کال کې د څلور میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، په لومړي سر کې یوازې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب که څه هم هېواد کې بې‌وزلي مني، خو په خبره یې، افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو شمېرې او راپورونه د حکومت د تایید وړ نه دي.

هغه وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په پرتله په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ښه شوی دی.

خو د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو څېړونکی بهمن یوسفي بیا باور لري چې د ملګرو ملتونو، په تېره د اوچا ادارې شمېرې د څېړنې پر بنسټ او سمې دي.

د نوموړي په وینا، که اسلامي امارت ښه پلانونه جوړ او عملي نه کړي او د افغان نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته پام و نه کړي، روان کال به پر افغانانو سخت تېر شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصادي چارو شنونکی تاج‌محمد تلاش بیا وايي چې د اوچا شمېرې احتمالي دي او په دومره کچه کسان له بې‌وزلۍ سره مخامخ نه‌دي.

هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته وزګارتیا ډېره شوې او ورسره بشري مرستو ته هم د خلکو اړتیاوې ډېرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام