Asset 1SWN

اوچا: ۲۴میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

8a718fd4-9b7b-33f5-a26d-34b56fd7b898

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا پرون سه‌شنبه د لیندۍ دویمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «سږکال واوره له وخت وړاندې شوې او افغانستان کې کورنۍ له سختې سړې هوا سره مخ دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوچا زیاته کړې چې افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه او ۴۰۰زره کسان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د یاد بنسټ په وینا، دغه کسان په یوې ناهیلۍ کې ژوند کوي.

په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هم‌مهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.

که څه هم افغانستان کې ژمي ته وخت پاتې، خو په وروستیو ورځو کې هېواد کې هوا سړه شوې چې ورسره د بې‌وزلۍ زیاتېدو میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.

له دې وړاندې ملګروملتونو ویلي و، راروان ژمي کې به ګڼ‌شمېر افغانان اړ وي چې د خوړو او د کورونو ګرمولو ترمنځ یو انتخاب کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې اوچا د تېرې لړم میاشتې په درېیمه نېټه هم ویلي و چې افغانستان کې ۷۹سلنه کورنۍ د ګرمېدو لپاره توکو ته لاسرسی نه‌لري او ۵۶سلنه کورنۍ بیا د دې توان نه‌لري چې په ژمي کې د خپلو ماشومانو لپاره ګرمې جامې واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام