د اسلامي امارت مسوولانو نن په کابل کې د هېواد د روان وضعیت په اړه جوړه شوې یوې ولسي غونډه کې وویل چې اسلامي امارت په بشپړه توګه یو اسلامي او د افغانستان د ولسونو د خوښې نظام دی.
د اسلامي امارت یو مسوول امین وقار په دغه ناسته کې وايي، که چېرته څوک د دغه نظام پر وړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي، د خدای او د هغه د رسول پر وړاندې د مبارزې په معنی ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «څوک چې د اسلامي امارت پر وړاندې هر ډول مبارزه کوي، په حقیقت کې د الله او د هغه له رسول سره جګړه کوي.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد مسوول محمد عیسی په دې ناسته کې خلکو ته په خطاب کې وویل، که څوک له خدای سره د جګړې توان او وس لري، نو له اسلامي امارت سره دې جګړه وکړي.
د اسلامي امارت مسوولانو په دغه ناسته کې د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل، ظلم بولي او وايي چې اسلامي امارت د ډموکراسۍ د مراعتولو له کبله په رسمیت نه پېژني.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالي ټولني له لوري د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول او د زدهکړو حق د شرطونو په توګه وړاندې شوې دي.
سره له دې چې اسلامي امارت د روان کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه د نجونو ښوونخیو د بیاپرانستلو په اړه خبر ورکړ، خو پر خپلې دې ژمنې یې عمل ونهکړ او په هماغه ورځ یې اعلان وکړ چې د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولانو په یوې غونډه کې ویلي چې د حجاب د نه مراعتولو او له اسلامي احکامو سره د ښوونځيو ناسم مضمونونه لامل شوي چې د نجونو ښوونځي وتړي او هڅه کوي چې ډېر ژر یې بېرته پرانیزي.