د کابل په لوېدیځ کې چاودنو ته غبرګونونه؛ یوناما: عاملان یې باید محاکمه شي

د کابل په لوېدیځه سیمه کې نن درېوو پرله پسې چاودنو پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راوپارول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا  یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لوېدیځ کې د پرله پسې چاودنو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې دي. دغه بنسټ   عدالت ته د دغو پېښو د عاملینو د راکاږلو غوښتنه کوي.

د افغان ځوانانو مدني ټولنه: نړۍ دې پر پاکستان او ایران بندیزونه ولګوي

د افغان ځوانانو مدني ټولنه پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو او ایران کې د افغان کډوالو پر زورونې د نیوکې په څرګندولو سره وایي چې نړیواله ټولنه دې پر دغو دوو هېوادونو بندیزونه ولګوي څو د هغوی  ورته کړنې تکرار نه شي.

د ا.ا مسوولان: له اسلامي نظام سره مبارزه له «الله او رسول» سره مبارزه ده

د اسلامي امارت مسوولانو نن په کابل کې یوې ولسي غونډه کې وویل، اسلامي امارت په بشپړه توګه یو اسلامي او د افغانستان د ولسونو د خوښې نظام دی. د اسلامي امارت یو مسوول ‌امین وقار په دغه ناسته کې وايي، که څوک د دغه نظام پر وړاندې مبارزه وکړي، د خدای او د هغه د رسول پر وړاندې د مبارزې په معنی دی.

تاشکند او کابل د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د داعش برید رد کړی

داعش ډلې پورې اړوند «اعماق» رسنۍ پر ازبکستاني ځواکونو د توغندیز برید تصویرونه او ویډیو خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه برید دوی کړی دی.

داعش ویلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترمز سیمه کې یې پر ازبکستاني ځواکونو د «کاتیوشاه» په نوم  ۱۰ راکېټونه توغولي دي.

د کابل په لوېدیځ کې چاودنې؛ تراوسه نږدې ۳۰ کسان وژل شوي

د کابل په لوېدیځه سیمه کې سرچینو رسنیو ته ویلي، د ۱۸ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمه په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ زده‌کوونکي وژل شوي دي. دغه سیمه کې نن سهار درې پرله‌‌پسې چاودنې وشوې چې دوه یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخې ته او درېیمه یې د «ممتاز» په نوم ښوونیز مرکز ته څېرمه شوې ده.