د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټيلیفوني اړیکه کې ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، د ډيپلوماټانو او ډيپلوماټيکو استازولیو د امنیت، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امیرخان متقي ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي امارت یو پلاوی ایران ته سفر وکړي او دغه هېواد کې به د افغان کډوالو او بندیانو د ستونزو هواري په موخه له ایراني چارواکو سره وګوري.

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوریو ټينګار کړی چې ځينې مغرضې کړۍ غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ د کرکې پیدا کولو ته زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره، دواړو لوریو ژمنه کړې چې چاته به اجازه نه ورکوي، څو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت، پېر او پلور له بندیز هرکلی کړی او دې برخه کې یې د بدیل کښت په اړه د همکاریو ژمنه کړې ده.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن په اړه پر ټولنیزو رسنیو ځينې ویډیوګانې خپرې شوي چې د ګڼ‌شمېر افغانانو غبرګونونه یې راپارولي دي.

 د کابل، هرات، خوست او یو‌شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د دغه ناوړه چلن په غبرګون کې لاریونونه وکړل. د دغو اعتراضونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد کې یې د افغانستان سرپرست سفیر احضار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل کې د ایران سفیر هم خبرداری ورکړی و چې ځينې کړۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره دسسې روانې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام