د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ په دوام د یکشنبې په ورځ اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې له پاکستان څخه ګڼشمېر اېستل شویو افغانانو خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي او د ځان ساتنې لپاره هېڅ هم نه لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې یادو بېرته ستنېدونکو افغانانو ته باید د اوسېدو ځایونه برابر شي او په وینا یې، که دغه کار و نهشي، د هغوی ژوند به له ګواښ سره مخامخ کړي.
یادې کمېشنرۍ زیاته کړې: «ډېری بېرته ستنېدونکي افغانان چې ښځې او ماشومان هم پهکې دي، زیانمن دي او که لازمه سرپناه ونه لري، ښايي په سخت ژمي کې خپل ژوند له لاسه ورکړي. کوم کسان چې کرښې ته رسېږي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همداشان ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې هوا سړه ده او د مرستندویه ادارو لپاره هم شرایط ستونزمن شوي دي.
بلهخوا له پاکستان څخه راستانه شوي یوشمېر کډوال چې د چمن–سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راغلي او په لنډمهالو کمپونو کې اوسېږي وايي، سړې هوا له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
صالحمحمد چې څلور ورځې وړاندې د چمن–سپين بولدک له لارې له خپلې دولسکسیزې کورنۍ سره هېواد ته راستون شوی وايي، ماشومان يې د سړې هوا له امله ناروغان شوي دي.
هغه زیاتوي: «په خیمه کې ژوند ډېر سخت دی؛ ځکه هوا سړه ده. موږ ته یې وویل چې خپل ځان ته ځای پیدا کړئ او دلته ولاړ شئ، خو موږ هېڅ ځای نه لرو، ځمکه نه لرو، چېرته ولاړ شوو، ماشومان مو په سخت وضعیت کې دي، موږ ستړي یوو، نه پوهېږو چې څه وکړو.»
نوراحمد چې درې ورځې وړاندې د چمن–سپین بولدک له لارې هېواد ته را اړول شوی، وايي: «دغه ځای لنډمهالی دی، موږ ستونزې لرو. اته کسان په یوه ځای کې اوسېږو، هوا سړه ده، زموږ له ډلې ځینې کسان، په تېره ماشومان ناروغان شول. موږ ډېر اندېښمن یوو، له حکومت څخه غواړو، څو یو کار وکړي چې موږ د کور خاوندان شوو.»
شهزادګل چې دوه اوونۍ وړاندې د تورخم له لارې له خپلې نههکسیزې کورنۍ سره هېواد ته را اېستل شوی، هم وايي چې د تلپاتې اوسېدو ځای یې مهمه اړتیا ده. هغه زیاتوي: «هوا سړه شوې، په خیمه کې ژوند نه کېږي. موږ په یوه خیمه کې اوسېږو، ډېرې ستونزې لرو. موږ غواړو چې ځمکه او کور راکړي، څو هلته ژوند وکړو.»
که څه هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې يې ویلي و چې د نویو راستنېدونکو کډوالو لپاره يې د اوسېدو ځای برابرولو په موخه دوهلکه نومرې ځانګړې کړې دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له پیل څخه څه دپاسه یوه میاشت تېرېږي او په دې موده کې له څلورسوو زرو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي چې یوشمیر یې خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي او یوشمېر یې لا هم په لنډمهاله کمپونو کې ژوند کوي.