Asset 1SWN

نړیوال بانک: له هرو درېوو افغان کورنیو دوه یې په سختۍ خوړو ته لاسرسی مومي

worldbank-1-1536x1040-1-p96d2l9756zbd6gzgb8w623ic5nd9jmoem97g56nwo

نړیوال بانک د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ژوند شرایطو ارزولو په اړه د تازه سروې پایله کې ویلي چې افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي.

دا سروې چې د روان ۲۰۲۲ کال په جون او اګېسټ میاشتو کې شوې، په‌کې راغلي چې د هرو درېوو افغان کورنیو له ډلې دوه یې په سختۍ د اړتیا وړ توکي چې خواړه هم په‌‌کې شامل دي، ترلاسه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په سروې کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت دې د ژوند، خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام لپاره ګامونه اوچت کړي، څو د ځوانانو لپاره د کاري بوختیاوو برابرېدو په اړه ډاډ ترلاسه شي.

د نړیوال بانک په سروې کې لیکل شوي: «د اسلامي امارت حکومت دې خصوصي سکتور ته لاره هواره کړي چې خلکو، په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي، کاري فرصتونه برابر شي. د نړیوال بانک مسوولان خبردرای ورکوي چې له دې پرته به د افغانانو، په تېره د ښځو او نجونو هوساينه له سخت ګواښ سره مخ شي.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د هېوادوالو لپاره د تولیدي او کاري پروژو برابرول د دغه وزارت یو لومړیتوب دی چې پر مټ به یې کاري فرصتونه پیدا او د بې‌وزلۍ مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج‌محمد تلاش بیا ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د افغاني محصولاتو او تولیداتو د ملاتړ په موخه نړیوالو بازارونو ته د صادراتو لپاره بازارموندنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تلاش وايي، اسلامي امارت باید د هغو توکو پر وارداتو مالیه زیاته کړي چې په کور دننه تولیدېږي او ترڅنګ دې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ژوند سختو شرایطو په اړه د نړیوال بانک له راپور سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم تېره ورځ پر ټویټر لیکلي و چې د هوا په سړېدو سره، شاوخوا ۲۴.۴ میلیونه افغانان له سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام