Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه

IMG-20221201-WA0048

د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولانو په یوه غونډه کې د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت پیاوړتیا یادوي.

د ورېښمو یوشمېر صنعت‌کارانو چې په دې غونده کې یې ګډون کړی و، د مسوولانو د دغه کار د ستاینې ترڅنګ، غوښتنه وکړه چې یاد صنعت ته نور پام هم وکړي.

سلام‌طندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات د ورېښمو یو صنعت‌کار جمعه‌خان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

په همدې حال کې د ورېښمو یو بل صنعت‌کار عبدالغفور وايي، که په هرات کې د ورېښمو صنعت له ودې او پرمختګ سره به ګڼ‌شمېر کسانو ته د کار اسانتیاوې هم برابرې شي.

هغه زیاتوي: «موږ څلور پنځه میاشتې د ورېښمو صنعت د ژوندي ساتلو په موخه د کرنې ریاست له مسوولانو سره خبرې اترې وکړې او ملاتړ مو وشو. نن د ټولنې د پرانېستې شاهدان یوو.»

د هرات د ورېښمو صنعت‌کاران وايي چې مخکې به یې د ورېښمو چینجيو لپاره ټول صندوقونه په بغلان کې پېرل، خو اوس له چین څخه راځي او دولت مسوولیت لري چې د ورېښمو چینجيو د ژوندي پاتې کېدو، د هغو د ودې او په پخو توکو د اومه هغو اړولو په برخه کې له دوی سره د پام وړ مرسته وکړي.

په همدې حال کې د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان ډاډ ورکوي چې د ورېښمو صنعت د ودې او پرمختګ لپاره به نوې لارې چارې ومومي او کروندګرو ته به د ډېرو صندوقونو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د دغه ریاست رییس پیرمحمد حلیمي وايي چې دغه ولایت کې د سوداګرۍ ترڅنګ، د کرنې برخه کې هم ښه پرمختګ کړی دی.

هغه هرات کې له نادولتي سازمانونو هم غواړي چې د ورېښمو صنعت د ودې او پرمختګ لپاره له کروندګرو او د کرنې ریاست سره نږدې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورېښمو صنعت په هرات کې ۶۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري او هراتیانو له ډېر پخوا ورته مخه کړې ده. د ورېښمو صنعت د افغانستان د سپینو زرو په نوم هم یادېږي چې د چپنې، پټو، دستمال او ورېښمینو ټوکرو په جوړولو کې کارېږي.

د ورېښمو چینجي د توت ونو له پاڼو ځانته خواړه برابروي او د پسري په لومړیو کې د دغو چینجیو د ودې لپاره تر ټولو ښه موسم بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام