نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د مدیریت صندوق سره یې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې چې پهکې کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاو پوره کول شامل دي، تصویب کړي دي.
نړیوال بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژې به د اسلامي امارت له کنټرول پرته، د ملګرو ملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانو له لوري پلې کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د بېړنیو خوړو د برابرولو پروژه چې ارزښت یې ۱۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي، د کروندګرو د خوراکي محصولاتو د تولید په برخه کې به مرسته وکړي او د خوړو د کمښت مخه به ونیسي.
په ورته مهال بله پروژه چې ارزښت یې ۲۶۵ میلیونه ډالره دی، د افغانستان په کليو او ښارونو کې خلکو ته د لنډمهاله او اوږدمهاله خدمتونو د برابرولو په موخه پلې کېږي.
د یادې پروژې موخه د افغانستان په شاوخوا ۶۴۵۰ کلیو او بامیان، هرات، جلالاباد، کابل، کندهار، خوست، کندوز او د بلخ ولایت په ښارونو کې نږدې یو میلیونه کورنیو ته د کاري فرصتونو برابرول په ګوته شوي دي.
په همدې حال کې د نړیوال بانک په تصویب شویو پروژو کې د افغانستان د روغتیا برخې ښهوالي لپاره ۳۳۳ میلیونه ډالره ځانګړې شوې دي.
په همدې حال کې یاده پروژه به د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري د هېواد په کچه په څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې له کورونا ویروس سره د مبارزې، د تغذیې او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې پلې شي.
دغهراز دا پروژه به دوه میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي، څو په بشپړه توګه خوندي پاتې شي او څه باندې ۱.۲ میلیونه مېرمنې به د زېږون پرمهال له روغتیايي خدمتونو برخمنې کړي.
نړیوال بانک په مارچ میاشت کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړلو په غبرګون کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور پروژې وځنډولې.
څه موده وړاندې رویټرز خبري اژانس له دوو باخبره سرچینو څخه راپور ورکړی و چې نړیوال بانک د روغتیا، کرنې، او د افغانانو د لومړنیو اړتیا برابرولو په برخه کې درې پروژې بیاپیل کړي، خو د پوهنې برخې اړوند پروژو نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالر به همداسې کنګل پاتې وي.