Asset 1SWN

د نشه‌يي توکو پروړاندې مبارزه کې د ژمنو پر عملي کولو د کورنیو چارو وزارت ټینګار

وزارت

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي منشي سکندر مومني له افغانستان څخه ایران ته د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي ټینګار کړی چې په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان څخه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې کموالی راغلی، خو برعکس له افغانستان څخه ایران ته د صنعتي نشه‌يي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ایران انتخاب ورځپاڼې د دغه ایراني چارواکي له قوله لیکلي چې د اسلامي امارت پلاوي ایران ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د دغو توکو د ګودامونو موجودیت د نشه‌يي توکو د قاچاق د دوام لامل بللی او زیاته کړې یې ده چې د ګودامونو په ختمېدو سره به ایران ته د نشه‌يي توکو قاچاق ۹۰ سلنه راکم شي.

انتخاب ورځپاڼې د سکندر مومني له قوله لیکلي: «هغه طالب چارواکي چې ایران ته راغلي وو، په خبرو کې یې ویلي چې د نشه‌يي توکو تولید او کښت له منځه تللی او د نشه‌يي توکو د شته زېرمو په ختمېدو سره به ایران ته د نشه‌يي توکو قاچاق ۹۰ سلنه کم.»

خو اسلامي امارت له افغانستان څخه ایران ته د نشه‌یي توکو د قاچاق په اړه د ایراني چارواکو له اندېښنو سره سره په هېواد کې د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر ژمنتیا ټینګار کوي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتررییس حسیب‌الله احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت ژمنتیا نړۍ ته ثابته شوې ده.

احمدي وايي، په تېرو دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په موخه د ۲۳۵۰۰ عملیاتو په پایله کې ۱۴۰۰۰ شکمن قاچاقیان نیول شوي او ۵۵۰۰ ټنه نشه‌يي توکي او دغه راز د نشه‌يي توکو ۱۲۰۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر کارپوهان د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د قناعت وړ بولي. د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی عزیز ستانکزی باور لري چې یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په اړه اندېښنې د افغانستان پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت تر اوسه په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه په اړه معلومات نه‌دي خپاره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام