د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنټ یوه رپوټ کې ویلي چې افغانان د بشري حقونو له ناورین سره مخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغان ښځو او نجونو شاه‌تګ، له اعتراض کوونکو څخه د اسلامي امارت غچ اخیستل او د وینا ازادي ځپل، افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له جدي مواردو څخه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریچارډ بنټ افغانستان کې د بشري حقونو له ناورین ډک وضعیت ته د حل لارې لپاره د اساسي بدلونونو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي: «افغانان دامهال د بشرحقونو له سخت ناورین سره مخ دي او لیدل کېږي چې نړۍ يې پر وړاندې بې‌وسې ده. له کله چې اسلامي امارت واکمن شوی افغانان له ډېرو سختیو سره مخ دي، خو زه افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي شاتګ په اړه دېر اندېښمن یم.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسون د بشري حقونو عالي شورا ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت ترینګلی بللی او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه د ژوند ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو بشپړ ګډون ته ژمنه ده.

د هغه په وینا، قومي او مذهبي لږکیو پورې اړوند کسان، د بشري حقونو ملاتړې ډلې او خبریالان له خپلسره وژنو، ځورونو او نیونو څخه ځورېږي.

«د نجونو او ښځو د حقونو وضیعت مخ په خرابېدو دی، اروپایي ټولنه لا هم په خپلو ژمنو ولاړه ده او د افغان ښځو او نجونو د ژوند په ټولو اړخونو کې به د دوی ستونزو ته رسیدنه کوي، همدارنګه به هلته له دوی سره د زورزیاتي د مخنیوي په برخه کې هم لاس پکار وي.»

په همدې حال کې افغناستان کې د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج پر اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې نیوکه کوي او وايي، دوی څو ځله د افغان ښځو غږ تر نړیوالو رسولی خو تراوسه یې هېڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

مېرمن سراج وویل، افغانستان کې ښځې په بشپړ ټول فعالیتونو څخه څنګ ته کړل شوي او د له منځه تلو په حال کې دي.

«افغانستان کې ښځې په بشپړ ډول له ټولنې څخه څنډې ته کړل شوي. موږ تمه لرو چې مسوول کسان د دوی دا وضعیت درک کړي. له دې چې د ښځو غږ تر نړیوالو ورسو هم ستړې شوې یو. نور نو څومره نړیوالو ته فریاد وکړو چې موږ ته پاملرنه وکړئ او موږ نور مړو.»

بل‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو د ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارد بنټ د رپوټ په غبرګونه کې ویلي، دغه رپوټ مغرضانه او له واقعیت څخه لرې دی.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت د وروستي یوه کال پرمختګونو ته د انعکاس ورکولو پر ځای، د ناسمې اخیستنې پربنسټ، په یو څو مشخصو مواردو تمرکز شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته څو ځله نړیوالو غونډو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر موضوع بحث شوی، خو دغو غونډو تراوسه د هغوی پر ژوند کوم مثبت اغېز نه‌دی کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام