د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو  شورا  او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې افغانستان کې د ښځو وضعیت ارزونې په موخه لندن کې یوه ناسته جوړه کړې ده.

 افغانستان کې د بشرحقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ د افغان ښځو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د بشرحقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په یاده ناسته کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې د ښځو او بشري‌حقونو وضعیت ښه‌والي لپاره عدالت غوښتنې ته اړتیا ده او نړۍ باید دې برخې ته پام وکړي.

بل‌خوا د لندن ناستې یوه ګډون‌واله او ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ دغې ناستې ته ویلي، پر ښځو د محدودیت لګولو له امله اسلامي امارت د باور وړ نه دی او د رسمیت پېژندنې وړتیا نه لري.

په همدې حال کې د لندن ناستې کې له کابل څخه یوې مېرمنې د خپلې وینا پرمهال وویل چې امریکا افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده. نوموړې وویل: «ما د خپل ژوند هر څه له لاسه ورکړي. ټول ژوند مې له لاسه ورکړی. د نجونو پرمخ لا هم د ښوونځیو دروازې تړلي دي.»

بل‌خوا د بشري‌حقونو څار بنسټ مسوولې هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، په داسې حال کې چې هره ورځ پر افغان ښځو تازه محدودیتونه لګول کېږي، خو نړیوالې ټولنې دې برخه کې اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي.

د هیدر بار په وینا، اوس د نړیوالې ټولنې وار دی چې د اسلامي امارت پر مسوولانو د سفر بندیزونه ولګوي او سزا ورکړي. هڅه مو وکړه چې د لندن ناستې په تړاو د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان ښځو وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنې په داسې مهال دي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو راهیسې سیاسي، ټولنیز او ښوونیزو برخو کې د ښځو حضور څنډې ته کړل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام