روغتیاپالان: د اومېکرون ویروس پروړاندې د خلکو بې‌پروايي به ناوړه پایلې ولري

کورونا ناروغي د ویروسونو د کورنۍ له ډلې یوه ساري ناروغۍ ده چې په انسانانو او څارویو کې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي. کورونا په انسانانو کې ساه لنډي، تنفسي سنډروم، میرس او شدید تنفسي سینډروم، سارس او د نورو بېلابېلو ګواښوونکو ناروغیو لامل کېږي.

کرنې وزارت د نړیوالو مرستو جلب لپاره ښځینه کارکوونکې یوازې غونډو ته رابولي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي. د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست یوه کارکوونکې سجیه وايي چې هره میاشت معاش اخلي، خو د کورنیو برخو کې د ښځو فعالیت درېدلی دی.

د پکتیکا ګیان ولسوالي کې له پرون راهیسې ۳۰‌ځله زلزله شوې

 د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ګيان ولسوالي په “ږلۍ” کلي کې له پرون مازدیګر را په دې‌خوا د زلزلې دوامداده ټکانونه کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.

د عامې روغتيا ریس ډاکټر حکمت‌الله عصمت وایي چې د ګيان اړوند په “ږلۍ” کلي کې په دوامداره توګه ځمکه ښوري او  یو ډول وېروونکی غږ هم اورېدل کېږي.