د هلمند محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر کولرا یا شدید نس‌ناستي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

 چارواکي زیاتوي چې د بُست ولایتي روغتون کې د ناروغانو لپاره بسترونه کم شوي او د یاد روغتون په انګړ کې یې د ناروغانو د درملنې لپاره خیمې او کانټینرونو کې ځانګړي بسترونه جوړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د هلمند د یو‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې یې په دې وروستیو کې په شدید نس‌ناستي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د ناوې ولسوالي اوسېدونکی عبدالعزیز وویل: «د نهرسراج ولسوالي څخه راغلی یم، یوه نجلۍ او دوه هلکان زما د کور څخه پرې اخته شوي دي. یو مې زوم دی، دوه ورځې مخکې پرې اخته شوی، هغه هم بستر دی.»

بل‌خوا د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمد‌قاسم ریاض دغه ولایت کې پر شدید نس‌ناستي یا کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تاییدوي، خو وايي چې روغتیايي ادارې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو پر درملنې بوختې دي.

د ریاض په وینا، د ولایت په کچه تراوسه ۲۰۰۰ کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي چې ۱۱۰۰ يې یوازې د هلمند په باغران ولسوالي کې دي او له امله یې ۱۴ کسان مړه شوي هم دي.

هغه زیاته کړه: «د باغران ولسوالي په ګري سیمه کي ۱۱۰۰ کسان پرې اخته شوي دي. ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په ټول هلمند کي یې شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ته رسېږي.»

 په همدې حال کې د هلمند د اطلاعاتو امر زیاتوي چې روغتیايي ټیمونه، ګرځنده کلینیکونه او د روغتیايي بنسټونو له‌خوا بېلابیلو ولسوالیو ته درمل هم رسېدلي چې اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هلمند ترڅنګ د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو ې هم د نس‌ناستي ناروغۍ ډېره شوې چې له امله یو‌شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام