د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی او یوشمېر نورو سیمو کې لسګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او یو کس یې هم له امله مړ شوی دی.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلاموطندار ته وايي چې د شاجوی ولسوالي د تازي سیمې په کوچیانو کلي کې پرون ناوخته شاوخوا ۴۰ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته وروړل شوي چې پر کولرا اخته وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حکیمي همداراز زیاتوي چې د یادې ولسوالي په یوشمېر نورو سیمو کې هم پر کولرا شاوخوا ۳۰ کسان اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا د رییس په وینا، د دې ولایت په خاک افغان ولسوالي کې بیا یو کس د کولرا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او په موسېزي او ارغنداب کې هم یوشمېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په ورته مهال په زابل کې د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست سربېره، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او یوشمېر نورو موسسو خپلې هڅې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د شاجوی ولسوالي په شیخال کلي کې ۲۰۰ کسان پر یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي وو چې د روغتیايي ډلو په مرسته دغه ناروغۍ مهار شوه، خو وروسته بیا د یاد ولایت روغتیايي مسوولانو دغه ناروغۍ کولرا وبلله.