Asset 1SWN

د زابل کروندګر او بڼوال: وچکالۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړ کړو

زابل۱

په زابل کې یوشمېر کروندګر او بڼوال وايي، اقلیمي بدلونونو تر بل هر وخته د دغه ولایت کرنه او مالداري له سختو ننګونو سره مخامخ کړې ده. د دوی په وینا، د اوږدمهالې وچکالۍ او د هوا بې‌وخته بدلون له کبله يې شنه باغونه او پټي له یوې مخې وچ شوي دي.

دغه کروندګر او بڼوال وايي، اقلیمي بدلون اړ کړي چې د دغه ولایت مرکز کلات ښار او ځینو نورو سیمو ته کډه وکړي، څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې له یوې بلې لارې پوره کړي. د زابل اوسېدونکي نجیب‌الله او محمدادریس وايي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«زه د شملزو ولسوالي اوسېدونکی یم. هر څه مې له لاسه ورکړل، اوس د بل چا بزګر یم. لس کسه کهول راپسې دی او په دې بزګرۍ نه ساتل کېږي. دا یوازې زه نه یم، زرګونه نورې کورنۍ هم کلات ته راغلي یا نورو سیمو ته تللې دي.»

«موږ سږ کال د نورو کلونو په پرتله څلورمه برخه حاصلات هم نه‌دي اخیستي؛ ځکه ټوله ځمکه وچه شوه، تاسې يې خپله لیدلی شئ. تر وخت مخکې ټولو ونو پاڼې تویې کړې، انار او هر څه همداسې دي.»

دغه کروندګر زیاتوي چې وچکالۍ، کمو اورښتونو او د اوبو کچې ټيټېدو د کرنې او مالدارۍ برخې ته سخت زیان رسولی او کروندګر یې تر بل هر وخته ډېر ځپلي دي.

د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان هم وايي چې کم اورښتونه او د اوبو نه‌ مدیریت د اقلیمي بدلونونو لامل شوي او تر ټول لوی زیان يې کرنې او مالدارۍ ته رسېږي. د کرنې برخې یو کارپوه محمدنصرت زیاتوي:

«د بارانونو لږوالی، د اوبو عرضه کموي او غوښتنې ډېروي. دلته بیا خپله د اوبو نه مدیریت ته لاره هوارېږي چې دا ټول په خپله ناسم اقلیمي بدلونونه رامنځته کوي. په خواشینۍ سره دغه ډول ناسم اقلیمي بدلونونه تر ټولو لوی زیان کرنې او مالدارۍ ته اړوي.»

د زابل مسوولان هم د وچکالۍ ځپلو کورنیو ستونزې مني او وايي، دغه ولایت غرنی دی او وچکالۍ د نورو ولایتونو په پرتله ډېر ځپلی دی. د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد او د اقتصاد ريیس مولوي عزت‌الله زیاتوي:

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«په دې کې شک نشته چې وچکالۍ ټولې ولسوالۍ ځپلې دي. خلک له ټولو ولسوالیو څخه مرکز ته د خوارۍ او مزدورۍ په موخه راغلي؛ ځکه هلته يې له کرنې نوره تمه شکېدلې ده. له ۸۰۰ تر ۹۰۰ کورنیو پورې مرکز کلات ښار ته راکډه شوې دي.»

«د زابل ولایت جوړښت داسې دی چې په هېواد کې وچکالي راځي، لومړی اغېز پر زابل ولایت کوي؛ ځکه دغه ولایت غټ بندونه او چېک‌ډیمونه نه‌لري. یو غرنی ولایت دی. دلته چې اوبه لږ شي، ټوله کرنه زیانمنېږي.»

د یادونې ده چې روانې وچکالۍ د زابل تر څنګ، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کلونو کلونو شنه باغونه، کښتونه او ونې زیانمنې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام