د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې په تېرو ۷۸ ورځو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۲۷ملیارده افغانۍ عواید راټول کړې دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو رییس معراج محمد معراج په دغه خبري غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دوی په ټول هېواد کې د عوایدو د راټولو په برخه کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي او په نږدې دوه نیمو میاشتو کې یې د دولت خزانې ته ۲۶ میلیارده او ۹۱۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګمرکونو او عوایدو رییس څرګنده کړه چې دغه عواید یې د یوه مکانیزم له لارې راټولې کړي او له دې وروسته به هم د ګمرکونو عواید په شفافه توګه راټولوي.

په همدې حال کې معراج وویل چې دوی د حشر او ذکات راټولو پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او لوږې مخه نیول کېږي.

بل‌خوا د ګمرکونو او عوایدو رییس معراج محمد معراج د هېواد په ګمرکونو کې په غیرمسوولانه توګه د عوایدو د راټولو په اړه وویل چې دوی د دې کار مخه نیولې او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو د دولت عواید شخصي جېبونو ته واچوي.

 هغه همداراز زیاته کړه چې د ګمرکونو او عوایدو راټولو په برخه کې له شته امکاناتو او سیستم څخه به د عوایدو د راټولو په برخه کې کار واخلي او د پرمختګ زمینه به ورته برابره کړي. نوموړي څرګنده کړه چې په دې برخه کې به شته ستونزې هواروي او له نوې ټنکالوژۍ څخه د عوایدو په راټولو کې ګټه اخلي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویاند په دغه غونډه کې د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو د معاشونو له ورکړې څخه خبر ورکوي. د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، دغه وزارت سر له نن څخه د دولتي کارکوونکو د وږي، تلې او لړم میاشتې د معاشونو د ورکړې چارې پیل کړي او د درېوو میاشتو معاشونه به پر یوه وخت ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمېدو راهیسې ګن‌شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د رپوټونو له مخې، د افغانستان د نفوس نیمايي وکړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او که چېرته دغه وضعیت دوام وکړي، په را روان ژمي کې به دغه هېواد له یوه ستر بشري ناورین سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام