وروسته له هغې چې طالبانو پر ټول هېواد ولکه خپله کړه، له دوو اوونیو راهیسې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د بانکونو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې سر نن «چهارشنبه» به په کابل او نورو ولایتونو کې به بانکونه خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي. خو د هېواد د بانکدارۍ ټولنې مسوولان وایي، د تخنیکي ستونزو له امله د بانکونو فعالیتونه لا نه دي پیل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

د بانکدارۍ ټولنې رییس نجیب‌الله امیري وایي، په بانکونو کې د پیسو نه‌شتون ګونګوسې دروغ دي او تمه کېږي چې تر راتلونکو څو ورځو به د تېر په څېر بانکونه خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

هغه وویل: «بانکونه پیسې لري او کولای شي خلکو ته پیسې ورسوي، تخنیکي ستونزې او د نظام بدلون لږ مشکلات پیدا کړي.  تخنیکي ستونزې دي چې مرکزي بانک او اسلامي امارت یې باید هوارې کړي.«

د بانکونو د پرانستې په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پرون ورځې له څرګندونو سره سم، نن ګڼ‌شمېر خلک د پیسو اخیستلو لپاره بانکونو ته ورغلي وو.



دوی وایي، که څه هم د پیسو ترلاسه کولو لپاره سهار مهال بانکونو ته ورغلي وو، خو نه دي بریالي شوي چې پیسې ترلاسه کړي او اړوند مسوولان هم په دې برخه کې دوی ته قانع کوونکی ځواب هم نه ورکوي.

د کابل یو اوسېدونکی احمد وایي: «تراوسه د بانک دننه څوک نه دي تللي. مونږ دلته ورته په تمه یو خدای خبر چې کله به پرانستل شي. له سهار راهیسې خلک دلته راټول شوي او نه پوهېږو چې کله به پرانستل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وخته چې طالبانو پر ټول هېواد ولکه خپله کړې، د بانکونو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي او اوس د مالیې وزارت هڅه کوي چې د هېواد ګمرکونه او د بانکونو فعالیتونه بېرته پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام